د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس له اقتصاد پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Sat, May 18 2024 2:48 PM
SJAU

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له پوهنځيو څخه د خپلو ليدنو پر دوام نن ورځ د اقتصاد پوهنځي تدريسي او اداري چارې وارزولې.

پيل کې د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد؛ د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو شريکولو سربېره؛ شته ستونزې د پوهنتون مشرتابه ته وړاندې کړې.

ورپسې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.

نوموړي همداراز د پوهنځي مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې د محصلینو مسلکي روزنې سربېره فکري او اصلاحي برخې ته هم پوره پاملرنه وکړي.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS