د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د پوهنتون له ليليې څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Wed, May 15 2024 2:46 PM
SJAU

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د يوه پلاوي په ملتيا د پوهنتون له ليليې څخه د لیدنې په ترڅ کې د مسؤلينو او محصلينو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ. نوموړي همداراز هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د خوړو او اطاقونو نظافت ته جدي پاملرنه وکړي.

د پوهنتون رييس د دعوت او ارشاد آمريت په گډون  د ليليې مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې د محصلينو په سالمه فکري روزنه کې خپل مسؤليت ته پوره متوجه شي.

د ليليې کارکوونکو د پوهنتون د رييس په ورتگ خوښي وښوده او محصلينو ته يې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS