د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۳۴
SJAU

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کې، د کندهار پوهنتون او سید جمال الدین افغاني پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې پر مهال یې د دواړو علمي بنسټونو د رهبرۍ غړي، د پوهنځیو رئیسان او استادان حاضر ول.

په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته، چې د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو پيل شوه؛ په سر کې د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونیت مرستیال محترم دوکتور رحمت‌الله پښتون صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ويې ویل: کندهار پوهنتون د کیفیت د تضمین په چوکات کې د هېواد او سیمې له ټولو پوهنتونونو سره په علمي، اداري او څېړنیزو چارو کې پوره همکاري کړې او کوي يې.

ښاغلي پښتون صاحب د خپلو خبرو په دوام، د کندهار پوهنتون وروستي پرمختګونه له ګډونوالو سره شريک کړل؛ په ځانګړې توګه يې د پوهنتون د علمي څېړنو په برخه کې د جوړو شويو ملي او نړۍوالو ژورنالو یادونه وکړه او دغه راز يې زیاته کړه، چې کندهار پوهنتون به ډېر ژر یو نړۍوال څېړنیز مرکز ایجاد کړي، چې په یاد څېړنیز مرکز کې به، هر ډول اقتصادي او مسلکي مشورې هېوادوالو ته ورکول کېږي.

ورپسې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال محترم قاضي عبدالهادي فضلي د کندهار پوهنتون د مېلمه‌ پالنې څخه خوښي وښوده او وروسته يې د خپل علمي سفر هدف د پوهنتونونو تر منځ د علمي تجربو تبادله وبلله او د کندهار پوهنتون د استادانو علمي وړتیا او مسلکي تجربې يې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د استادانو او کارکوونکو د ظرفیت د لوړاوي لهپاره ارزښتمنې یادې کړې. هغه د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لنډه پېژندنه او پرمختګونه هم بیان کړل.

په وروستیو کې د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو آمر ښاغلي نذیراحمد قادري د کندهار او کندهار پوهنتون په اړه معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ، چې وروسته د یادو بنسټو د مسؤلينو ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو او ناسته د دُعاء په کولو سره پاى ته ورسېده.

د یاد هوکړه لیک په مرسته به دواړه نهادونه هڅه کوي؛ تر څو د څېړنې، نصاب بیاکتنې، علمي کنفرانسونو، د دواړو نهادو کارمندانو او استادانو د ظرفیت لوړونې لهپاره د برنامو تنظیم، د محصلانو لهپاره د علمي سیرونو برابرولو او په ځینو نورو برخو کې خپلې تجربې يو لهبل سره شریکوي او له شته آسانتیاوو او فرصتو څخه به ګټه اخلي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS