د کونړ مرستيال والي او علماوو شورا د رييس په گډون د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا فوق العاده ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۲۴
SJAU

ياده فوق العاده ناسته چې پوهنتون د مسلکي پراختيا آمريت اړوند د غونډو په تالار کې وشوه، د کونړ مرستيال والي الحاج مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او استادانو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال په اسلامي شريعت کې د شورا پر مقام، ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او د پروان پوهنتون په ملي کنفرانس کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د لومړي مقام خپلولو له کبله ټولو منصوبينو ته مبارکي وويله او دا وياړ يې د هغوی د زيار پايله وبلله. ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي له لوري د پوهنتون وروستيو لاسته راوړنو په تړاو چمتو شوی معلوماتي پرېزېنټېشن وړاندې شو او له راغلو مشرانو سره يې د پوهنتون غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.

ناستې ته د کونړ مرستيال والي په خپلو خبرو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په وروستيو لاسته راوړنو خوښي وښوده او په دې برخه کې يې د پوهنتون د مشرتابه هلې ځلې وستايلې. نوموړي ټولو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې د خدمت په برخه کې د الله ﷻ رضاء، د نظام پياوړتيا او اخلاص له پامه ونه غورځوي او محصلين بايد د اسلامي لارښوونو په رڼا کې په اخلاقي او علمي بڼه سمبال وروزي او د هغوی سالمې فکري او علمي روزنې ته پوره متوجه شي. همداراز مرستيال والي صیب د پوهنتون وړانديزونو، غوښتنو او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

په دغه کاري ناسته کې پر يو شمېر علمي او څېړنيزو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې او همداراز د يادې ناستې په لړ کې د پوهنتون رياست مقام له لوري د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلې مرستيالان، د پوهنځيو رييسان، د پوهنتون ځينې آمرين او استادان د ښو خدمتونو له کبله وستايل شول. ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS