له اقتصاد پوهنځي۹۲ کادرونه فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۱۶
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لېسانس په کچه تر لوړو زده‌کړو وروسته(۹۲) دوه نوي تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل.

په همدې موخه ترتيب شوې غونډه کې چې د پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه، د ياد پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنتون مرستيالانو، کونړ ولايت د ځېنيو ادرو مسؤلينو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، د پوهنتون اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو ته په خطاب کې وويل: چې کورنۍ، ټولنه او نظام مو د خدمت په تمه دی، نو د دې لپاره کلکه اراده وکړئ او لوړې موخې وټاکئ.

ورپسې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن فارغېدونکو محصلينو ته مبارکي وويله او هغوی يې مخاطب کړل چې په خپله حاصله کړې پوهه، تجربو او وړتياوو باور وکړي او د هېواد په اقتصادي وده کې خپل مسؤليت په ښه ډول اداء کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د لوړو زده‌کړو وزارت او په ځانگړي ډول د پوهنتون له وروستيو لاسته راوړنو يادونه وکړه چې له امله يې په تحصيلي نظام کې د پام وړ ښه‌والی راغلی دی.

په غونډه کې کونړ ولايت د اقتصاد رييس مولوي عبدالله همت، د صنعت او سوداگرۍ رييس مفتي محمد يوسف، محاکمو رياست د مدني دېوان رييس مفتي محمد شعيب حنفي، د احصايې او معلوماتو رييس مولوي عبدالغفار ذکي، فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په استازۍ قاري ګل زاده او د محصلينو په نماينده‌گۍ نوشاد مشواڼي هم ويناوې وکړې.

ياده غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS