پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۲۳
SJAU

په دغه ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور، د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد، د شرعياتو پوهنځي استادانو او محصلينو گډون کړی ؤ.

غونډې ته د پوهنتون علمي چارو مرستيال د علم پر ارزښت او اهميت تفصيلي خبرې وکړې او همداراز يې محصلينو ته علم د حصول شرايط او لارې چارې بيان کړې. نوموړي په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د غونډې له تنظيموونکو يې مننه وکړه.

د شرعياتو پوهنځي رييس په ټولنه کې د علماوو مقام او منزلت بيان کړ او د ممتازو محصلينو هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې. ياده غونډه ممتازو محصلينو ته د ستاينليکونو له ورکولو وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS