د پوهنتون رئيس د فرهنگي چارو له عمومي کمېټې سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۵۱
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د فرهنگي چارو له عمومي کمېټې سره ناسته وکړه چې د يادې کمېټې ټولو غړو په کې برخه لرله. پیل کې د پوهنتون رئيس د ښه راغلاست ترڅنگ، د نوموړې کمېټې د تېرو کړنو او فعالیتونو له امله ستاينه او مننه وکړه او هغوی ته يې لارښوونه وکړه چې د پوهنتون په چاپېريال کې د بامفهومه او ارزښتمنو پيغامونو د ليکلو لپاره ځايونه په نښه او د پيغامونو لپاره متون ترتيب او نهايي کړي، ترڅو محصلينو ته د الهام او فکري ودې سبب شي. د پوهنتون رئيس يادې کمېټې ته سپارښتنه وکړه چې خپلې اړوندې چارې پر خپل وخت او له ټاکل شوي پلان سره سمې انجام کړي. د پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې مسؤلينو د پوهنتون رئيس ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوی مسؤليت به په ژمنتيا او پوره لېوالتيا سره پر خپل وخت سرته ورسوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS