د پوهنتون او چلند خصوصي ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه لیک لاسليک شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳۹
SJAU

د دوه اړخيزو همکاريو ياد هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د چلند ښوونيزې اکاډمۍ مسؤل اکرام سمير له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور او نورو مسؤلينو برخه لرله. د يادونې وړ ده چې د دې هوکړه‌لیک له مخې به په بېلابېلو برخو کې د ظرفيت لوړونې ترڅنگ، محصلینو ته د انگلیسي ژبې او کمپيوټري زده کړو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه

د سيد جمال‌الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه، ترڅو معلومه شي چې د يادې څانګې درسي، علمي او نور اړوند فعاليتونه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

BACK TO NEWS