د پوهنتون استادانو ته د څېړنې په تړاو درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۳:۲۲
SJAU

دغه درې ورځنی روزنيز ورکشاپ چې د پوهنتون د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلې معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی دی، د ياد پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۱۵) تنه استادان په کې برخه لري.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د څېړنې پر اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او د ورکشاپ گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه، چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي.

ياده دې وي چې د دې درې ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري(د څېړنې پېژندنه، ارزښت، د غوره څېړنې او څېړونکي ځانګړتياوې او همداراز د اند علمي-څېړنيزې مجلې د جوړښت تشرېح)، د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمد محسن محمدي له‌خوا(د څېړنې ډولونه؛ نمونه پېژندنه او د نمونې سايز تعين)، د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور ذبيح الله کوټوال له لوري(په ساينسي او ټولنيزو علومو کې د مقاله ليکنې محتوايي شننه) او د اند علمي-څېړنيزې مجلې آمر پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت له‌خوا(په څېړنه کې د ماخذ ښودنې جوړښت) تر سرليکونو لاندې پر يادو موضوعاتو پرېزنټېشنونه وړاندې شي او همداراز به د گډونوالو پوښتنو او ازاد بحث ته کافي وخت ځانگړی شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS