د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
SJAU

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه.

د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ازموينې له صحنې څخه د ليدنې پرمهال محصلينو ته د ازموينې د نظم ساتلو او ممتحنو استادانو ته په شفاف ډول د ازموينې اخيستلو او ژر تر ژره د پايلو د اعلان سپارښتنه وکړه. نوموړي همداراز د سيالۍ له تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنگ، هغوی ته لارښوونه وکړه چې په راتلونکي کې هم د محصلينو فکري تنوير په موخه دې ته ورته نورې اصلاحي او رقابتي برنامې ترتيب او تنظيم کړي. د يادې سيالۍ د تنظيموونکو په وينا، چې دا ډول پروگرامونه د محصلينو لپاره د اسلامي ارزښتونو د لا ښه پېژندلو، د علمي کچې لوړاوي او د مطالعې فرهنگ د لا پياوړتيا په برخه کې گټور تمامېدای شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS