د اداري پروسو د سادهسازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو
د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا سادهسازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره شوې اداري شورا په غونډه کې وشوه، چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو او د اداري برخې يو شمېر آمرينو په کې برخه لرله.
د غونډې گډونوالو د اداري پروسو د سادهسازۍ لپاره د ځانگړي هيئت پر ټاکلو بحث وکړ او په دې تړاو يې لازمې پرېکړې وکړې. په دغه ناسته کې د محصلينو د فراغتغونډو د ترتيب او تنظيم ترڅنگ؛ د يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په هکله هم بحث او لازمې پرېکړې وشوې. د پوهنتون عمومي رئيس د يادو موضوعاتو په تړاو اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.
